ملا برادر: د افغانستان پرمختګ او ثبات د خلکو په همکارۍ پورې اړه لري

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال په تاشکند کې د افغانستان له سفارت سره د کتنې پر مهال وویل: افغانستان هغه وخت پرمختګ او ثبات ترلاسه کولای شي چې حکومت د ملت خدمت وکړي او خلک په ټولو چارو کې له حکومت سره همکاري وکړي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصادي مرستیال د رسنیو دفتر نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ملا عبدالغني برادر اخند په تاشکند کې د افغانستان د سفارت له نوې ودانۍ څخه لیدنه وکړه.

 په دې لیدنه کې ملا برادر وویل په افغانستان کې یو داسې نظام واک ته رسېدلی، چې هغه په رښتینې مانا د هېوادوالو خدمت کوي او په دغه برخه کې خپلو مسوولیتونو ته په ښه ډول متوجه دی.

 هغه زیاته کړه: د هېوادوالو هوساینه او رضایت زموږ یوازینۍ هیله ده او تاسې هر مسوول کس باید کوښښ وکړئ، څو د هېوادوالو ستونزو ته په وخت او ښه ډول رسېدنه وکړئ.

 هغه ټینګار وکړ: افغانستان هغه وخت په پښو درېدلی شي، چې حکومت د ملت خدمت وکړي او ملت له حکومت سره اوږه په اوږه په ټولو چارو کې همکار واوسي.

 په تاشکند کې د افغانستان سفارت مسوولینو د سفارت د فعالیتونو په اړه د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ته معلومات وړاندې او ویې ویل، چې د اسلامي امارت په راتګ سره په ازبیکستان کې د مېشت افغان کډوالو او کارکوونکو ستونزې تر ډېره حده حل شوې دي.

 د ایرنا د خبر له مخې، په تاشکند کې د افغانستان د سفارت د نوې ودانۍ د جوړولو کار بشپړ شوی او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
 

د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .